د خپلواکۍ پنځمه کلیزه په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴۸
...

په ټول هېواد کې د اسلامي امارت د مشرانو، دیني عالمانو، مجاهدینو، قومي مخورو او ولسونو له لوري د خپلواکۍ پنځمه کلیزه (د زمري ۲۴مه) د فتحې ورځ په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په لړ کې ونمانځل شوه، چې د مراسمو په لړ کې د امارتي ادارو او ځوانانو  له لوري یو شمیر نظامي او سپورتي حرکات او تمثیلي پارچې هم ترسره شول.

‏د ۱۴۰۰ لمریز کال زمري ۲۴ مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د غیرتي ولس په مرسته د بې ساري قربانیو په ورکولو سره امریکایانو او متحدینو ته یې په سیاسي او نظامي برخو کې ماتې ورکړه او اسلامي نظام یې یو ځل بیا په هېواد کې قایم کړ، چې دا ورځ (دزمري ۲۴ مه) په تاریخ کې د ویاړمنې ورځې په نوم ونومول شوه.

‏د اسلامي نظام په بیا ځلې حاکمیت سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنیت تامین شوی او د ټولنې ټول قشرونه یې تر سیوري لاندې په خوندي ډول ژوند تېروي، په تېرو پنځو کلونو کې اسلامي امارت په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، نظامي او ټولنیزو برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.

‏د فتحې د‌ پنځمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ولسونو په جوش او ولولو سره يو او بل ته مبارکۍ ورکړې او دا ورځ یې د افغانستان په تاريخ کې له وياړه ډکه ورځ وبلله همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې تېره شپه د خپلواکۍ نمانځنې په موخه د ګڼ شمېر هېوادوالو په شتون کې حماسي مشاعرې ترسره شوې. 

۱۴۴۸/۳/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS