د خپرونو چارو معین او د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست سرپرست د دې رياست له چارو څخه لیدنه وکړه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۱:۲
....

پنجشنبه( ۱۴ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي مهاجر فراهي د یاد ریاست له اړوندو چارو څخه لیدنه وکړه. 

ښاغلي فراهي د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست له نورو مسؤلینو سره یوځای د ریاست د کارکوونکو له چارو، ودانۍ او نورو ځانګړو ځایونو څخه لیدنه وکړه او هغه ځایونه یې مشخص کړل، چې په کې به له اشغالګرو څخه پاتې شوي مهم توکي د تاریخي آثارو په توګه ځای پرځای کیږي. 

نوموړي همداراز د کارونو د انسجام او لا ښه ترسراوي په موخه  د ياد ریاست کارکوونکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۰۴/۴/۱۹ ھـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

BACK TO NEWS