د خوږياڼو او چپرهار له ځوانانو څخه د امام اعظم رحمه الله په ننګه او د شيطان لښکر کتاب کې ازموېنه واخيستل شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۶:۱۲
….

تېره ورځ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور او ورزش او بدني روزنې رياستونو په ګډې همغږۍ د خوږيانو درې ګونو ولسواليو له ۶۰۰ ځوانانو څخه د امام اعظم رحمه الله په ننګه ليکل شوي کتاب کې ازموېنه واخستل شوه، چې پکې د پچيراګام، کږې او شېزادو د بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو نږدې ۶ سوو ځوانانو ګډون کړی وو.

ياده ازموېنه د کږې ولسوالۍ ته څېرمه واخيستل شوه، پرمهال يې د اطلاعاتو او کلتور رياست په استازولۍ د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير او د ورزش او بدني روزنې رئيس عبدالسلام وزيروال په خپلو خبرو کې ځوانانو لپاره دا ډول ازموينې ګټورې وبللې، دوی وويل: د شل کلن اشغال پرمهال د نورو بديو ترڅنګ زموږ د ځوان قشر د ذهنونو خرابولو لپاره هم ډېر کار شوی او د فزيکي اشغال ترڅنګ اشغالګرو په بېلابېلو لارو هڅه کړې، څو خلکو کې د نفاق اچولو په صورت کې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي، خو د الله تعالی په نصرت سره به اسلامي نظام هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د ځوانانو فکرونه خراب کړي.

همدا راز د چپرهار ولسوالۍ مرکزي لېسه کې له ۳۵۰ تنو ځوانانو څخه د شیطان لښکر کتاب کې ازموېنه واخیستل شوه، چې په ازموېنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر، د چپرهار پوهنې مدیر او یو شمېر نورو مسوولینو حضور درلود.

د ازموېنې پرمهال د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر فضل الله عباس وویل: دغه کتاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د ځوانانو د فکري سمون او د مطالعې کلتور د دودولو په موخه چاپ شوی، چې پکې د خوارجو د شیطاني کړنو په اړه د قرآن او احادیثو په رڼا کې معلومات راغلي، چې لوستل یې ځوانانو لپاره ډېر اړین او ګټور دی.

د عباس په وینا؛ په دې ازموېنه کې د چپرهار ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو ۳۵۰ تنو شاګردانو ګډون کړی، چې له اول څخه تر لسم نومرې پورې ګټونکیو ته جوایز هم په پام کې نیول شوي دي.

۱۴۴۵/۹/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۱/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۱۴
Background image

د تاريخي آبداتو د ساتنې او رغونې رياست مسلکي پلاوی کندز ولايت ته تللی

چهار شنبه ( ۷ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رياست مسلکي پلاوي  د سروې او پروژې جوړونې په موخه کندز ولايت ته تللى.

یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ښار او شپږو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

د کتاب اونۍ په مناسبت د هېواد په ګن شمېر ولایتونو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شول

د روانې اونۍ په ترڅ کې چې د کتاب نړيوالې اونۍ په نوم نومول شوې ده، په پنجشیر، غزني، غور، بلخ، فاریاب، ننګرهار، نورستان، هلمند، میدان وردګ، سمنګان، فراه، بامیان او يو شمېر نورو ولایتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د سمنګان ولايت له لرغونو او تاريخي آبدو څخه ليدنه وشوه

سه‌شنبه (۶ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مسلکي پلاوي د سمنګان ولايت له لرغونو او تاريخي ابدو څخه ليدنه وکړه.

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغون پيژندنې مدير. . .

BACK TO NEWS