د خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورنځیو د ستونزو د ارزونې او حل کمېټې ناسته ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۴:۵۲
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست د رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده په مشرۍ د خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورنځیو د ستونزو د ارزونې او حل کمېټې ناسته ترسره شوه.
د دغې ناستې څخه موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله‌ تعالی د ۲۲۷/۱۹ ګڼې حکم د پلي کېدو څرنګوالی او عملي تطبیق و. 
په پیل کې د خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورنځیو استازو د مشرتابه مقام له پاملرنې او مهربانۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست سره په همغږۍ او همکارۍ د اسلامي امارت د مشرتابه له‌ خوا د خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورنځیو لپاره نوي جوړ شوي مرکز کې لوی مطالعوي مرکز او د تالیف او ژباړې ګډه کمېټه جوړوي.
د دغې کمېټې استازو زیاته کړه، چې دغه نوښت به د اسلامي نظام د فکري بنسټونو د پیاوړتیا او د مسلمه اُمت د پوهاوي د لوړوالي په برخه کې یو له مهمو علمي خدمتونو څخه وي.
۱/۲/۱۴۴۷ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS