د جوی شیر کتاب پلورونکو بديل نشراتي بازار او کتاب نندارتون د پرانېستې مراسم ترسره شول
چهارشنبه (۱۲ د صفرالمظفر ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست له خوا د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست، خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورونکو په همکارۍ د جوی شیر کتاب پلورونکو بديل نشراتي بازار او د کتاب درې ورځني نندارتون د پرانېستې مراسم د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د ښاروالۍ مسؤلينو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلينو، رسنيو، کتاب پلورونکو او د کتاب د ګڼ شمېر مينه والو په شتون کې ترسره شول.
د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست مسؤلین وایي: دا نندارتون د مطالعې کلتور د ودې لپاره جوړ شوی او د سینما پامیر د کتاب پلورنځيو نوی مارکیټ د کتاب مینه والو ته د اسانتیا لپاره پرانېستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: دا نندارتون درې ورځې دوام کوي او شاوخوا ۵۶ غرفې پکې شته، چې د کتاب مینه وال کولای شي، له هغو څخه ګټور کتابونه تر لاسه کړي.
د کتابونو يو شمېر مينوالو د نوي مارکیټ پرانیستلو او د کتاب نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د مطالعې د کلتور د پراخېدو لپاره یو مهم ګام وباله.
۱۴۰۴/۵/۱۵ هـ ش
