د جوی شیر کتاب پلورونکو بديل نشراتي بازار او کتاب نندارتون د پرانېستې مراسم ترسره شول

wasim_admin
Wed, Aug 06 2025 2:57 PM
...

چهارشنبه (۱۲ د صفرالمظفر ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست له خوا د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست، خصوصي خپرندویانو او کتاب ‌پلورونکو په همکارۍ د جوی شیر کتاب پلورونکو بديل نشراتي بازار او د کتاب درې ورځني نندارتون د پرانېستې مراسم د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د ښاروالۍ مسؤلينو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلينو، رسنيو، کتاب پلورونکو او د کتاب د ګڼ شمېر مينه والو په شتون کې ترسره شول.
د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست مسؤلین وایي: دا نندارتون د مطالعې کلتور د ودې لپاره جوړ شوی او د سینما پامیر د کتاب ‌پلورنځيو نوی مارکیټ د کتاب مینه ‌والو ته د اسانتیا لپاره پرانېستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: دا نندارتون درې ورځې دوام کوي او شاوخوا ۵۶ غرفې پکې شته، چې د کتاب‌ مینه ‌وال کولای شي، له هغو څخه ګټور کتابونه تر لاسه کړي.
د کتابونو يو شمېر مينوالو د نوي مارکیټ پرانیستلو او د کتاب نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د مطالعې د کلتور د پراخېدو لپاره یو مهم ګام وباله.
۱۴۰۴/۵/۱۵ هـ ش

تازه ترین اخبار

Thu, Oct 15 2026 11:37 AM
Background image

Law on the Preservation of Jihadi Heritage Explained in Maidan Wardak

The General Directorate for the Preservation of Jihadi Heritage, in cooperation with the Maidan Wardak Directorate of Information and Culture, held a meeting to explain the Law on the. . .

Thu, Oct 15 2026 11:31 AM
Background image

Deputy Minister for Publications Meets Media Representatives and Journalists in Laghman

Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications at the Ministry of Information and Culture, and Mawlawi Safiullah Raed, Director of Media Monitoring, met media representatives. . .

Wed, Oct 14 2026 3:22 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Seminar on Journalists’ Professional and Intellectual Development in Laghman

The Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, in cooperation with the Laghman Provincial Department of Information and Culture, held a one-day. . .

BACK TO NEWS