د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رياست له شپږو ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۱:۱۹
…

شنبه (۱۳ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ۲۰۰ اړمنو ځوانانو او د شهيدانو د کورنيو د غړو لپاره د زده کړو ترلاسه کولو په موخه د شپږو ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم وويل: د خصوصي ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونو په ترڅ کې يې دا ځل د طلوع سعادت د لوړو زده کړو خصوصي موسسې سره د هغو ځوانانو لپاره چې د ياد رياست له لوري دوی ته استول کيږي، په فيس کې د ۱۰، ۳۰ او ۵۰ سلنه تخفيف هوکړه ليک لاسليک کړ.

ښاغلي معتصم د ځوانانو په ظرفيت لوړونه ټينګار وکړ او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور رياست دروازې د ځوانانو پرمخ خلاصې دي، مونږ هڅه کوو، تر څو دوی ته د زده کړو ترلاسه کولو لپاره بهترين فرصتونه برابر کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۵۹
Background image

له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره او د زابل عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

 د زابل اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئيس مولوي احمدمختار په مشرۍ د دې ریاست د غونډو په تالار کې زابلي ځوانانو سره د انسجام او همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدمختار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

BACK TO NEWS