د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس د کندهار ولايت د قلموالو مبارزينو سره غونډه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۸:۵۲
Hshg

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس ذبيح الله نوراني د مل پلاوي په ملتيا د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ياد رياست د رئيس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د قلموالو مبارزينو د استازي مولوي شمس الله صميم، مشهور او مخورو قلموالو مبارزينو سره غونډه وکړه. 

په پيل کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني راغلو مبارزينو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ راغلي پلاوي ته مبارزين ور وپېژندل. 

ورپسې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس ذبيح الله نوراني قلموالو مبارزينو ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل: دا چې موږ په تېرو دريو انقلابونو کې خپل تاريخ ته توجه نه ده کړې، دا يې لامل دی چې زموږ ولس ډېره برخه د تېر تاريخ څخه ناخبره او د دښمن د دروغجنو افواهاتو ښکار شوی دی.

همدارنګه ښاغلي نوراني زیاته کړه، چې کندهار ولايت د جهادي اړخه يو بډايه تاريخ لري او په جهادي بهير کې تر ډېره د اسلامي امارت په رهبرۍ کې پاتې شوی دی؛ نو د جهادي ارزښتونو او د شهيدانو د سوانحو په راټولولو کې بايد ټول مجاهدين او قلموال مبارزين خپله همکاري او هڅې ونه سپموي. 

په پای کې قلموالو مبارزينو هم خپل نظرونه شریک کړل او د هرډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ. 

 

۱۴۴۶/۹/۱۸ ھ ق

۱۴۰۳/۱۲/۲۸ ھ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS