د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست د رئیسانو پېژند غونډه وشوه
شنبه(۱۴۴۷ د شعبان ۱۹مه) د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست رئیس او د دې ریاست اړوند نورو برخو د رئیسانو پېژند غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی شیخ شیر احمد حقاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال، د دې وزارت مرکزي رئیسانو، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو او خبریالانو په شتون کې وشوه.
یاده غونډه د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست د رئیس مفتي محمد طاهر کوهبندي، د جهادي آثارو د تنظیم او راټولولو رئیس قاري عبدالستار سعید، د جهادي اسنادو او آثارو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید او د جهادي خپرونو او کتابتون رئیس حافظ نور احمد سعید د پېژندلو په موخه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني وویل: د راتلونکو نسلونو لپاره د جهادي آثارو راټولول او ثبت د ځانګړي اهمیت درلودنکي دي او د خلکو د فکري اصلاح په برخه کې مهم رول لري، ښاغلی حقاني صاحب د مجاهدینو د قربانیو او کارنامو په راټولولو ټینګار وکړ او د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د جهادي آثارو او کارنامو د راټولولو، ثبت او ساتنې په برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د غونډې په لړ کې د جهادي آثارو د ساتنې لوی رئیس مفتي محمد طاهر کوهبندي د جهادي آثارو د ساتنې، ثبت او خپرولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د مجاهدینو د قربانیو او ایثار ژوندي ساتل زموږ اساسي مسؤلیت دی.
ښاغلي کوه بندي زیاته کړه، چې په دې خاوره کې د نړۍ درېیو امپراتوریو ماته خوړلې او جهادي میراثونه د دې ستر حقیقت روښانه بېلګې دي چې باید ثبت شي.
