د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست د رئیسانو پېژند غونډه وشوه

wasim_admin
Sat, Feb 07 2026 7:52 PM
...

شنبه(۱۴۴۷ د شعبان ۱۹مه) د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست رئیس او د دې ریاست اړوند نورو برخو د رئیسانو پېژند غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی شیخ شیر احمد حقاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال، د دې وزارت مرکزي رئیسانو، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو او خبریالانو په شتون کې وشوه.

یاده غونډه د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست د رئیس مفتي محمد طاهر کوه‌بندي، د جهادي آثارو د تنظیم او راټولولو رئیس قاري عبدالستار سعید، د جهادي اسنادو او آثارو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید او د جهادي خپرونو او کتابتون رئیس حافظ نور احمد سعید د پېژندلو په موخه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني وویل: د راتلونکو نسلونو لپاره د جهادي آثارو راټولول او ثبت د ځانګړي اهمیت درلودنکي دي او د خلکو د فکري اصلاح په برخه کې مهم رول لري، ښاغلی حقاني صاحب د مجاهدینو د قربانیو او کارنامو په راټولولو ټینګار وکړ او د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د جهادي آثارو او کارنامو د راټولولو، ثبت او ساتنې په برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د غونډې په لړ کې د جهادي آثارو د ساتنې لوی رئیس مفتي محمد طاهر کوه‌بندي د جهادي آثارو د ساتنې، ثبت او خپرولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د مجاهدینو د قربانیو او ایثار ژوندي ساتل زموږ اساسي مسؤلیت دی. 

ښاغلي کوه ‌بندي زیاته کړه، چې په دې خاوره کې د نړۍ درېیو امپراتوریو ماته خوړلې او جهادي میراثونه د دې ستر حقیقت روښانه بېلګې دي چې باید ثبت شي.

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 13 2026 3:22 PM
Background image

Signage and Advertisement Reform Commission Reviews Signs in Kabul’s Eighth District

As part of its ongoing field activities, the Signage and Advertisement Reform Commission, under the Deputy Ministry for Publications of the Ministry of Information and Culture,. . .

Tue, Oct 13 2026 3:06 PM
Background image

Meeting Held in Paktia to Promote Implementation of Decree No. 17

A meeting was held at the Paktia Directorate of Information and Culture to discuss the effective implementation of Decree No. 17, issued by the leadership to prevent improper customs. . .

Tue, Oct 13 2026 2:00 PM
Background image

Kabul Information and Culture Department Meets with Media Officials from 14 Districts

Mawlawi Shamsullah Zubair, Director of Information and Culture in Kabul Province, held a meeting with media officials from all 14 districts of the province, commending their work and. . .

BACK TO NEWS