د جدې شپږمې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۹:۱۱
لوگو امارت

له نن څخه ۴۲  کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ.

افغان مسلمان او آزادۍ غوښتونکی ملت د هيڅ یرغلګر اشغال اوتجاوز نه شي زغملای؛ نو ځکه زموږ با شهامته اومجاهد ولس د شوروي یرغلګر پر وړاندې ستر او سرتاسري جهاد پیل کړ چې د لسو کلونو په جریان کې يې د وخت شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه او د هغوی ټول اشغالګر ځواکونه يې زموږ له هېواد څخه وشړل.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل ملت په استازولۍ د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د هغو پر وړاندې د افغان میړني ولس جهاد او مبارزه ستايي.

افغانستان د هيڅ بل هېواد په کورنیو مسائلو کې مداخله نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي چې زموږ  حقه حقوق ترپښو لاندې کړي او په داخلي چارو کې مو لاس وهنه وکړي، افغانان  د یوه سوله دوست ملت په توګه غواړي له نړیوالو سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې تأمین کړي، چې په هغې کې چاته هم د زیان احتمال نه وي او د ملتونو د آزادۍ حق خوندي وي.

د افغانستان اسلامي امارت له ټولو لرې او نږدې هېوادونو څخه هیله لري چې د ښو او پياوړو اړیکو په جوړولو او تأمینولو کې مثبت رول ولوبوي چې په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شي او له پخوانيو جنګ جګړو راپاتې ناخوالې، ویجاړۍ او بې باورۍ له منځه لاړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۷:۰
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزير رسنيز مسؤليت ډېر مهم دی، باید مسؤلانه برخورد وشي

پنجشنبه ( ۲۲ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو د وياندويانو او د رسنيو له مسؤلينو او استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۶:۴۹
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د رسنيو له مسؤلينو او وياندویانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

پنجشنبه ( ۲۲ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو ته د ظرفیت لوړونې روزنيز سمينار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د ښاروالۍ مسؤلينو د همږغۍ ګډه ناسته وکړه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د کلتوري او نشراتي همږغۍ د پیاوړتیا په موخه د هرات ښاروالۍ له مسؤولینو سره ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS