د تیرو دریو میاشتو په ترڅ کې ۲۰ امارتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو زده کوونکو ته د مطالعې د ارزښت په اړه معلوماتي سیمینارونه جوړ شوي دي 

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۱۰
...

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تیرو دریو میاشتو کې یې د یادو سیمینارونو جوړولو ترڅنګ د رسنیو په مرسته د مطالعې دود غښتلي کولو او د ځوانانو مطالعې لور ته هڅولو په موخه د کتاب او کتاب لوستلو په  اړه معلومات هم خپاره کړي دي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې په یاده موده کې ۳۵ ټوکه سیاسي، ادبي، تاریخي او نور بېلابېل کتابونه او رسمي مجلي د فرهنګپالو او د مطالعې مینوالو له لوري عامه کتابتون ته ډالۍ شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د دريو مياشتو په ترڅ کې د خوست عامه کتابتون ته نږدې ۱۰۰۰ تنو استادانو، زده کړیالانو، طالب العلمانو، زده کوونکو او ځوانانو د کتابونو مطالعې کولو په موخه مراجعه کړې ده.
۱۴۴۷/۱/۱۱ ه.ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS