د توریزم او هوټل دارۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو لوګر ولایت ته علمي سفر وکړ

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۳۰
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د توریزم او هوټل دارۍ انسټیټيوټ زده کړیالانو د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ د دې ولایت لرغونو سيمو، تاريخي آبداتو او تفريحي ځايونو ته علمي سفر وکړ.
د دغه علمي سفر پر مهال  د لوګر د فرهنګ او ګرځندوی آمر زده کړیالانو ته د لوګر د لرغونو سيمو، تاريخي آبداتو او تفريحي ساحو په اړه معلومات ورکړل او دوی سره یې د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.
دغه راز د لوګر د لرغون پیژندنې مدیر وویل: راغلو زده کړیالانو د نایب امین الله خان لوګري کلا، ابو مسلم خراساني تاریخي آبدې او یو شمېر نورو تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه.

۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS