د تاریخي ودانیو د خوندیتوب او د اسلامي کلتور غني کولو کلتوري کمیټې ناسته وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۵
...

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي په مشرۍ د تاریخي ودانیو د خوندیتوب او د اسلامي کلتور غني کولو کلتوري کمیټې ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د تاریخي او کلتوري آبداتو د خوندیتوب په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: دغه آبدات زموږ د ملت د تمدن او د معنوي میراثونو یوه برخه جوړوي او د دغو آبداتو ساتنه په حقیقت کې د هېواد د تاریخ، فرهنګ او اسلامي ارزښتونو درناوی دی، ښاغلي محمدي د تاریخي آبداتو او ارزښتونو د ساتنې په موخه د اړوندو ادارو د هر اړخیزې همکاریو غوښته وکړه.
دغه راز د میمنې ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو مدیر وویل: د میمنې ښاروالۍ د تاریخي او مقدسو ځایونو بیارغونې ته پوره چمتو ده.
د ناستې ګډونوالو د فاریاب ولایت د تاریخي ودانیو او مقدسو ځایونو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې په هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دې ارزښتناکو فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې به هيڅ راز هڅې و نسپموي.
۱۴۴۷/۵/۶ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS