د تاریخي ابداتو ریاست پلاوي لغمان ته سفر وکړ

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۰:۳۸
lkjh

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د تاریخي ابداتو ریاست د رغونې برخې پلاوي لغمان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس او د کلتور او ګرځندوی له امر سره وکتل.
لغمان ولايت ته د ياد پلاوي د سفر موخه د دې ولايت د زيانمنو شويو تاريخي ابداتو بيارغونه او سروې ده.
د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کتلور رياست رئيس مولوي عبدالنور رسولي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام څخه مننه وکړه، چې د دې ولايت د تاريخي آبداتو د سروې او بيارغونې په موخه يې مسلکي پلاوی راليږلی دی.
همدا راز د ليدنې په ترڅ کې د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو پلاوي ته د ټولو تاريخي آبداتو اړوند معلومات ورکړل او له دوی سره يې د هر راز همکارۍ کولو ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۳/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۹
Background image

حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د حصه دویم کوهستان ولسوالۍ اړوند د. . .

BACK TO NEWS