د تاریخي آبداتو ساتنه د دولت او ملت ګډ مسوولیت دی

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۱۳
..

دغه څرګندونې د غزني والي ملا ولي جان حمزه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار په ملتیا د غزني تاریخي منارونو، د سلطان محمود غزنوي آرامګاه، د حکیم سنایي مقبرې، د بهلول صاحب زیارت او د باباجي له تاریخي جومات څخه د لېدنې پرمهال وکړې.
د دې لېدنې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغو تاریخي ځایونو د هویت او لرغونتوب په اړه معلومات وړاندې کړل او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې د دې ولایت د ځینو تاریخي آبداتو د ترمیم او بیارغونې لپاره جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د غزني والي تاریخي آبدات د هېواد د تاریخي او فرهنګي هویت ښکارندوی وبلل او ویې ویل: د دغو آثارو ساتنه د دولت او ملت ګډ مسوولیت دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د رهبر لومړۍ ګڼه فرمان، چې د هېواد د تاریخي ځایونو د ساتنې په اړه صادر شوی، باید په جدي توګه عملي شي. ښاغلي حمزه ژمنه وکړه چې د غزني ولایت د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې لپاره به هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS