د بلخ ولسوالۍ له يو شمېر تاريخي آبدو څخه ليدنه وشوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۲۵
....

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار د يو پلاوي په ملتيا د بلخ ولسوالۍ له يو شمېر مهمو تاريخي آبدو لکه د بلخ ولسوالۍ اړوند د مير روزه‌ دار زیارت، چې په څلورمه هجري پېړۍ پورې اړه لري، د نه ګنبد مسجد، چې په افغانستان کې د مسلمانانو لومړنی مسجد دی او مزار بلند له تاريخي آبدې چې په درېیمې هجرې پېړۍ پورې اړه لري، ليدنه وکړه.
ښاغلي ضرار وويل: الحمدالله بلخ ولايت د ډېرو تاريخي آبداتو او لرغونو سيمو په درلودلو سره په هېواد او نړۍ کې ځانګړی ځای لري، له همدې امله د نړۍ له ګڼو هېوادونو څخه ورته ګرځندويان راځي، تاريخي آبدات د افغانستان د اسلامي تمدن بډای فرهنګ او لرغوني تاريخ ښکارندويي کوي. 
 ښاغلي ضرار زياته کړه، د اطلاعاتو او کلتور رياست له فرهنګي سازمانونو، نړيوالو بنسټونو او اړوندو امارتي ادارو سره همغږي رامنځته کړې، ترڅو هغه آبدات چې بيارغونې ته اړتيا ولري ورغول شي.
د يادونې وړ ده، چې د بلخ ولايت بلخ ولسوالۍ د زرګونو کلونو تاريخ لري او په دغه سيمه کې مهم تاريخي آبدات او لرغونې سیمې شتون لري، چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پام يې ځان ته را اړولی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS