د بريا ښوونيز مرکز سره مطالعې ته د هڅونې په پار د همغږۍ غونډه وشوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۳:۳۶
....

تیره ورځ د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست کې د کلتور او ګرځندوی آمريت او د بريا ښوونيز مرکز ترمنځ مطالعې ته د هڅونې په پار د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکط د ياد رياست مسؤلينو او د بريا ښوونيز مرکز استادانو ګډون درلود.
غونډه د قران کريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو د بريا ښوونيز مرکز مسؤلينو او استادانو ته ښه راغلاست وويل او د یاد ښوونيز مرکز له مسؤ لينو څخه يې وغوښتل چې خپل استادان او زده کوونکي د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند کتابخانو ته د مطالعې کولو په موخه تشويق کړي او د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو د تالار يادونه يې وکړه چې له دې وروسته دې خپلې غونډې په همدې تالار کې جوړې کړي، همدا راز يې د کتاب چاپ د حق محفوظ کېدو، د سمینارونو جوړولو او په ښوونیز مرکز کي د تدریس مېتود او طریقې د بیانولو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
د بریا ښوونیز مرکز مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې د همغږۍ په پار بلنه ورکړه هغوی دا ډول غونډي ارزښتمنې وبللې، همدا راز يې خپلې ستونزې او مشکلات شريک کړل، چې د مسؤلينو له لوري يې د حل ډاډ ورکړل شو.
یاده غونډه په اختتامیه دعا پای ته ورسیده.

۱۴۴۴/۹/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS