د باميانو ولایت د نقاشۍ او خطاطۍ له هنرمندانو ملاتړ کوو

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۹:۵۸
د باميانو ولایت د نقاشۍ او خطاطۍ له هنرمندانو ملاتړ کوو

 

یادې څرګندونې د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي الله رائد د دغه ولايت د نقاشۍ او خطاطۍ له هنرمندانو سره په کتنه کې وکړې.
په دې کتنه کې د باميانو ولایت دوو تنو هنرمندانو غلام حسين او عارف رضايي چې د خطاطۍ او نقاشۍ په برخو کې کار کوي، ښاغلي رائد ته د خپلو هنري کارونو په اړه معلومات ورکړل او د هنرمندانو لپاره يې د دغه رياست د ملاتړ غوښتنه وکړه. 
ښاغلي رائد د دوی د هنري کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل: د هنر او هنرمندانو د ملاتړ په برخه کې به هر ډول همکاري، چې د دغه ریاست په واک کې وي کوو.
ورپسې ښاغلي رائد له هنرمندانو سره ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به د دوی د هنري آثارو د نندارې لپاره يو نندارتون جوړ کړي، تر څو د هنرمندانو د هڅونې او د دوی د آثارو د ودې لپاره ښه زمينه برابره شي.

۱۴۴۵/۲/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS