د بادغیس ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه
تېره ورځ د بادغیس ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د دغه ولايت د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
غونډه د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مطیع الله متقي خبرې وکړې او له رسنیو يې وغوښتل، چې په ورځنیو خپرونو کې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمې خپرونې وکړي.
د ښاغلي متقي په خبره، رسنۍ د افغانستان د کلتور په بډاينه کې مهم رول لري او همدارنګه ټولې رسنۍ بايد د خلکو له دود، کلتور او د هېواد د رسمي ژبو په چوکاټ کې کلمې وکاروي.
ورپسې د ياد ولايت د رسنيو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور رياست له همکاریو مننه وکړه او زياته يې کړه، په رسنيزه برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړئ.
۱۴۴۵/۴/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۱ هـ ش
