د باختر اطلاعاتي آژانس د اتیایمې کالیزې په ویاړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۱:۴۳
د باختر اطلاعاتي آژانس د اتیایمې کالیزې په ویاړ

باختر اطلاعاتي آژانس نن خپله اتیایمه کالیزه ونمانځله. په دې لنډه لیکنه کې د باختر آژانس تاریخ، لوړو او ژورو ته کتنه شوې ده. په افغانستان کې د مطبوعاتو تاریخ د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ او د شمس النهار د خپرېدو له مهاله پیلېږي. د امیر حبیب الله خان په دوره کې د یو شمېر نورو بدلونونو ترڅنګ، د افغانستان د مطرح سیاسي او فرهنګی شخصیت محمود طرزي په نوښت او زیار سراج الاخبار خپرونې پیل کړې او د افغان ولس په ویښتیا کې یې ستر نقش ولوباوه. د ستر غازي امان الله خان په مدبرانه مشرۍ د بشپړې خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان په تاریخ کې د بدلونونو او پرمختګ یو بې ساری زرین پړاو پیلېږي. په دې دوره کې مطبوعاتو تر ټولو ډېره وده وکړه. ورځپاڼو، اوونیزو، پنځلس ورځنیو، میاشتنیو او همدارنګه ډول ډول مجلو هم په پلازمېنه کابل کې او هم په ولایتونو کې خپرونې پیل کړې. له بده مرغه د هغه مهال د ښکیلاکګرو په لمسون او ملاتړ د راپارېدلي کورني اړو دوړ په پایله کې د امان الله خان پرمختیایي پروګرامونه پلي نه شول او هېواد د یوې لنډې مودې لپاره په توره تیاره کې ولوېد. ښایي زموږ د تاریخ یوه ځانګړنه همدا پرې کېدا او انقطاع وي. د شلمې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې د نظام جوړونې بهیر له سره پیل شو. تېرو تجربو ته په کتو دا بهیر ورو ورو پیل شو؛ خو هر ګام چې د نظام جوړونې لپاره اخیستل کېده، که له یوې خوا له احتیاط سره مل و، له بلې خوا پوخ او مزبوت و، ټول اړخونه یې سنجول کېدل او د افغاني ټولنې له واقعیتونو سره سم اخیستل کېده. مطبوعاتو ته پاملرنه ډېره شوه او دا اړتیا رامنځ ته شوه چې باید د مطبوعاتو یوه اداره جوړه شي. په کال ۱۳۱۸ لمریز د ملت د بابا اعلی حضرت محمد ظاهر په فرمان د مطبوعاتو خپلواک ریاست جوړ شو. هغه مهال سردار محمد هاشم خان صدراعظم و او سردار نعیم خان د پوهنې وزیر و. ویل کېږي چې سردار نعیم خان د مطبوعاتو خپلواک ریاست په جوړولو کې لوی نقش لاره. صلاح الدین سلجوقي د مطبوعاتو خپلواک ریاست لومړی رییس وټاکل شو. صلاح الدین سلجوقی د افغانستان یو ستر عالم و او د هېواد د مطبوعاتو او فرهنګ د ودې او غوړېدا لپاره یې خدمتونه د قدر وړ دي. علامه عبدالحی حبیبی د مطبوعاتو خپلواک ریاست مرستیال وټاکل شو. همدارنګه ستر تاریخ لیکونکی او د افغانستان ویاړ احمدعلی خان کهزاد د تاریخ څانګې مدیر وټاکل شو او ستر فرهنګی شخصیت سید قاسم رښتیا ته د نشراتو مدیریت مسوولیت ور وسپارل شو. د مطبوعاتو خپلواک ریاست په جوړېدو سره د یو خبري آژانس د تاسیس اړتیا هم رامنځ ته شوه. د همدغه کال په وروستۍ څلورمه کې باختر اطلاعاتي آژانس جوړ شو او د خبرونو تولیدول او خپرول یې پیل کړل. پر مرکزي دفتر سربېره په ولایتونو کې یې هم څانګې پرانیستل شوې، له نړیوالو خبري آژانسونو سره یې اړیکې ټینګې شوې او د ودې او پرمختګ پر لور یې ګامونه واخیستل. هغه مهال په ګاونډیو هېوادونو او آن سیمه کې ورته خبري آژانس نه تر سترګو کېده. د افغانستان د مطبوعاتو، تیاتر او سینما یو مخکښ او نومیالی عبدالرشید لطیفي د باختر آژانس لومړی مدیر و. بیا د افغانستان ستر فرهنګی شخصیت، نامتو سیاستوال او دیپلومات عبدالرحمن پژواک د باختر آژانس مدیر وټاکل شو. باختر آژانس په خپل ۸۰ کلن مزل کې ډېرې لوړې ژورې تېرې کړي دي؛ ګڼ سیاسي بدلونونه یې لیدلي دي او نشراتي فعالیت یې د دغو بدلونونو له اغېزو بچ نه و؛ آژانس لومړی مدیریت و، بیا ریاست شو او په شپېتمو کلونو کې دولتي کمېټې ته چې له وزارت سره برابره وه، لوړ کړای شو او خپله بودجه یې لرله. د باختر اطلاعاتي آژانس دولتي کمېټې رییس د کابینې په غونډوکې ګډون کاوه، واکونه او صلاحیتونه یې د وزیر له واکونو او صلاحیتونو سره برابر وو. بیا عمومي ریاست شو او د نوي ریفورم له مخې ریاست شو. خو باختر د یو ژمن ملي آژانس په توګه تل خپل مسلکي رسالت ته ژمن پاتې شوی دی. آژانس په اطلاع رسونه کې خپل مسوولیت ترسره کړی دی او کورني او نړیوال خبرونه یې په خپل وخت د ورځپاڼو، راډیو او ټلویزیون له لارې خپاره کړي دي. د باختر اطلاعاتی آژانس له جوړېدو راهیسې تر ننه په ورځپاڼو کې دا جمله تل لولو، له راډیو او ټلویزیونه یې اورو چې (د باختر آژانس د خبر له مخې). د افغانستان خلک له دې جملې سره ښه بلد دی. پر اطلاع رسونې سربېره آژانس د ځوانو خبریالانو په روزنه کې هم ستر نقش لوبولی دی. ګڼو خبریالانو د خبر لیکنې عملي مهارتونه په باختر آژانس کې ترلاسه کړي دي او دا ښه مسلکي دود نن هم دوام لري او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصلین او همدارنګه د نورو پوهنتونونو او بنسټونو محصلین د عملي کار لپاره باختر آژانس ته راځي. سږکال له کرونایي شرایطو سره سره، ۳۶ ځوانو خبریالانو د عملي کار دوره په باختر آژانس کې تېره کړه او تصدیق لیکونه یې واخیستل. همدارنګه باختر آژانس د ژباړې یو مهم مرکز هم پاتې شوی دی. ډېرو دلته دري، پښتو او انګلیسي ژباړه زده کړې ده. د عکاسۍ په برخه کې د باختر آژانس خدمتونه د قدر وړ دي. په افغانستان کې د عکسونو لومړي نندارتونونه د باختر آژانس په نوښت او زیار جوړ شوي دي. دغه راز د افغانستان لومړني انځوریز البومونو د باختر آژانس د عکاسانو له عکسونو جوړ شوي دي. د باختر آژانس د عکاسۍ آرشیف په هېواد کې بې جوړې دی. په دغو وروستیو کې باختر آژانس د پروډکشن د جوړولو چارې پیل کړې دي او ډېر ژر به د ویډیویي او غږیزو خبرونو او کلپونو خپرول پیل کړي. باختر آژانس د خپلو خبریالانو د مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره کار کوي او ډول ډول روزنیز پروګرامونه ترسره کوي. د باختر آژانس خبریالان او ټول کارکوونکي یو ځل بیا په اطلاع رسونه کې خپل ملت ته د رښتیني چوپړ ژمنه نوې کوي. د باختر آژانس کالیزه دې ټولو ته مبارک وي.

کابل / د لړم ۱۱ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS