د اميرعلي شېر نوايي د افکارو د بيا کتنې نړيوال سمينار په هرات کې جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۳:۴۴
د اميرعلي شېر نوايي د افکارو د بيا کتنې نړيوال سمينار په هرات کې جوړ شو

د امير علي شېر نوايي د افکارو د بيا کتنې نړيوال سمينار نن په هرات ښار کې د مولانا په تالار کې جوړ شو.
د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخې؛ دغه سمينار چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د کابينې او ملي شورا د يوشمېر غړیو او نورو لوړرتبه دولتي مقاماتو، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررييس د ځانګړي استازي، په کابل کې د ازبکستان د سفير او د کورنيو او بهرنيو استادانو، پوهانو، محققانو او څېړونکو په ګډون جوړ شو؛ په پيل کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د دفتر رييس محمد شاکر کارګر د سمينار برخه والو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د سمينار او د اميرعلي شېرنوايي د افکارو د بيا کتنې د ارزښت په اړوند يې خبرې وکړې.
وروسته د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني ويډيويي پيغام خپور شو .
دغه راز په دغه سمینار کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررييس ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې د سمينار د جوړولو په خاطر د افغانستان له حکومت څخه مننه وکړه.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د اميرعلي شېرنوايي د شخصيت د بېلابېلو اړخونو په اړوند خبرې وکړې او هغه یې د تيموريانو دورې يو عارف، شاعر، مدبر او ځواکمن مدير، موسيقي پوه او اغېزمن شخصيت وباله.
زهیر زياته کړه: اميرعلي شېرنوايي بيا رغاونې او پرمختيايي چارو ته ځانګړې پاملرنه کوله او ويې کولای شو د جومات، مدرسې، ډنډ، خانقا او نورو په ګډون ٣۶٠ ټولګتې پروژې پلې کړي.
محمد طاهر زهير د خپلو خبرو په دوام له دوست هېواد ازبکستان څخه وغوښتل چې د تيموريانو دورې د موزيم په جوړولو او دغه راز د اميرعلي شېرنوايي کتابتون په جوړولو کې همکاري وکړي.
دغه سمينار دوه ورځې نور هم دوام کوي.
کابل/ د وري ١٨ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS