د امـارت پېژندنې کتاب سيالۍ پايلې اعلان او ممتاز ګډونوال په ډاليو ونازول شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۰
حم

د پکتيکا ولايت په بکخېل ولسوالۍ کې اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ځوانانو چارو امريت له لوري د پکتيکا پوهنې ریاست په همغږۍ له څه باندې (۲۰۰) تنو طالب العلـمانو، زده کوونکو او ځوانانو څخه د امـارت پېژندنې کتاب سيالۍ واخیستل شوې، چې نن يې د ازموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او پنځلس غوره ګډونوال يې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وویل: د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبراوي په موخه دا ډول سيالۍ ترسره کوو او همدا راز نوموړي ژمنه وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي .
  ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي او هیله یې وښوده، څو په راتلونکې کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍ هم ترسره شي.
د غونډې په ورستيو شېبو کې د يادې سيالۍ لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکي ته کمپيوټرونه، څلورم او پنځم مقام ګټونکي ته مبايلونه او تر پنځلسم مقام پورې ممتازو ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې، کتابونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۰۳/۵/۴ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۵ ميلادي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS