د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۱۶
...

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امارتي ادارو د راپورونو د څارنې او سمون له کمېټې سره په همغږۍ، د دې ولایت د امارتي ادارو مطبوعاتو مسوولینو ته یو ورځنی اصلاحی او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسوولینو د امارتي ادارو د مطبوعاتو مسوولینو دنده خورا مهمه وبلله او زیاته یې کړه؛ مطبوعاتي مسوولین مکلف دي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
همدارنګه په دې سیمینار کې د اسلامي نظام اړوند د معلوماتو د خپرولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د څلورمې ګڼې فرمان تشریح وشوه او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو څخه وغوښتل شول چې یاد فرمان په پوره توګه پلي کړي.
ورته مهال ګډونوالو وویل: په دې پروګرام کې د مغرضو رسنیو د دروغجنو خپرونو پر وړاندې د مبارزې، د خبر او راپور ځانګړتیاوو، د خبر ځای او اهمیت او همدارنګه د دیني لیدلوري له مخې په خبر لیکنه کې د رښتینولۍ په اړه بحث وشو.
د سیمینار په پای کې د امارتي ادارو هغه مطبوعاتي مسوولین چې په خپلو نشراتي چارو کې یې د رسنیو اصول په پوره توګه مراعت کړي و، وستایل شول.

۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS