د افغان ټور دولتي شرکت کارکوونکو ته د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا شپږ ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۵:۵۸
..

سه‌شنبه نېټه (۱۴۴۸ د ربیع‌الاول ۱۱مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ له لوري، چې د افغان‌ټور دولتي شرکت ۷۰ تنو موټرچلوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا شپږ ورځنی سیمینار جوړ شوی و، ګډونوالو ته د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د افغان‌ټور دولتي شرکت رئیس مولوي محمد نبي بهاء، د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت، د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا، د افغان‌ټور دولتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس نورمحمد حسن‌خېل، د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري، د انسټیټیوټ استادانو، د افغان‌ټور شرکت موټرچلوونکو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په پیل کې د انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلیت لري، چې د سیاحت په برخه کې کارکوونکو ته مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړي. نوموړي د سیمینار له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې خپلې زده‌کړې په عملي توګه په کاري ډګر کې پلې کړي او بهرنیو سیلانیانو ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال وویل: د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته پروګرامونه جوړېږي؛ ځکه موټرچلوونکي د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو استازي دي. نوموړي زیاته کړه، چې موټرچلوونکي ستر مسؤلیت لري او د ښه چلند او غوره اخلاقو له لارې کولای شي د بهرنیو سیلانیانو په جلب او جذب کې اغیزمن رول ولوبوي.
ورته مهال د افغان‌ټور دولتي شرکت رئیس مولوي محمد نبي بهاء د موټرچلوونکو د مهمو مسؤلیتونو په اړه خبرو وکړې او ویې ویل: د ګرځندوی صنعت د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا، د فرهنګ د معرفي کولو او د اړیکو د پراختیا له مهمو وسیلو څخه دی او مسلکي موټرچلوونکي هم په دې برخه کې مهم رول لري.
په دې سیمینار کې نورو ویناوالو هم فارغ شویو موټر چلونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې دغه موټر چلونکي د هېواد استازي دي او باید له بهرنیو سیلانیانو سره داسې چلند وکړي، چې ګرځندویان یې له اخلاقو، سیرت او چلند څخه اغېزمن شي.
ویناوالو زیاته کړه؛ سیاحت او ګرځندوی یو څو اړخیز فعالیت دی، چې بېلابېلې ادارې پکې ونډه لري؛ نو د سیاحت د صنعت د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ همکاري او همغږي اړینه ده.
د یادونې وړ ده، چې په دغه سیمینار کې د سیاحت د مفاهیمو او خدمتونو، مېلمه‌پالنې، له سیلانیانو سره د اغېزمنو اړیکو، د طبیعي، فرهنګي او تاریخي جاذبو د پېژندنې او د سیاحتي ترانسپورټ په برخو کې ګډونوالو ته هراړخیز معلومات وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS