د افغانستان لپاره د UNHCR استازي د ځوانانو چارو له معين سره وليدل

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۳:۷
…

پنجشنبه ( ۱۹ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد د خپل کار په دفتر کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مهاجرينو عالي کمیشنرۍ له استازي ليونارډ زولو  سره وکتل. 
په کتنه کي د هغو مهاجرو افغان ځوانانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې، چي په وروستيو کي له پاکستان او ايران هيوادونو څخه له خپلو کورنیو سره په زور را ايستل شوي دي. 
همدا راز نويو راستنو شويو ځوانانو ته د عامه پوهاوي او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کي د ځوانانو چارو معینیت د طرحو او پلانونو په اړه خبري وشوې چي د ښاغلي زولو لخوا د ځوانانو چارو معینیت د فريلانسينګ پروګرام ډېر ګټور وبلل شو. 
د UNHCR په استازيتوب ښاغلي زولو د ځوانانو چارو معین ښاغلي راشد ته ډاډ ورکړ چي د فريلانسينګ پروګرام په تطبيق کي به بشپړه همکاري وکړي، څو ځوانانو ته په انلاين توګه ګڼ نړيوال کاري فرصتونه برابر شي. 
د غونډي په پای کي پرېکړه وشوه چي دواړه ادارې به ډېر ژر تخنيکي ټيمونه ټاکي تر څو د فريلانسينګ پروګرام د تطبيق لپاره عملي کړنلاره چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS