د افغانستان د ازادو خبريالانو د اتحادیې غړو او رئیس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
....

چهارشنبه (۲۷ د رجب ۱۴۴۵) د افغانستان د ازادو خبريالانو د اتحادیې رئیس حجت الله مجددي او د يادې اتحادیې غړو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس انعام‌الله سمنګاني سره وکتل.

ښاغلي سمنګاني د کندهار د خبريالانو او رسنيو د فعاليتونو په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل، دلته د پرمختګونو او ځينو ستونزو يادونه يې وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د خبريالانو سره د ديني ارزښتونو او د هېواد لويو ګټو ته په پام د اسلامي نظام تر چتر لاندي هر ډول همکارۍ ته چمتو يو.

ښاغلي مجددي وويل: د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته يې سفرونه کړي دي، هلته يې د خبريالانو او رسنيو حالات ارزولي، چې په دې برخه کې د کندهار وضعيت ډېر ښه دی، نوموړي په ځينو برخو کې د ستونزو او اړتياوو د حل په موخه د ممکنه همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د يادې اتحادیې له لوري د کندهار يو شمېر خبريالانو ته يو ورځنی روزنيز ورکشاپ هم ترسره شو.

همدا ډول د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې له لوري د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون ته ۲۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه هم وسپارل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS