د اطلاعاتو او کلتور وزیر له اختیارالدین کلا، هرات موزیم او هریوا دارالفنون څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۲۱
...

شنبه(۲ د ذوالقعدې ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب د خپرونو چارو د معین ښاغلي مهاجر فراهي په ملتیا هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې،  له اختیارالدین تاریخي کلا، د هرات موزیم او د هریوا دارالفنون څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب د تاریخي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د هېواد تاریخي آبدات زموږ د ملي هویت مهمه برخه جوړوي، موږ ژمن یو، چې د دغو میراثونو د ساتنې، بیارغونې او راتلونکو نسلونو ته د پېژندنې لپاره عملي او دوامدارې هڅې ترسره کړو.
نوموړي زیاته کړه؛ چې د موزیمونو او دارالفنونونو په څېر د کلتوري او تعلیمي مرکزونو پراختیا کولای شي، د ځوان نسل د پوهاوي په لوړولو او د هغوی د تاریخ او کلتور سره د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت هر کال د تاریخي آبداتو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې لپاره ځانګړې بودیجه بېلوي او په دې برخه کې په دوامداره توګه هڅې روانې دي، څو د هېواد کلتوري میراثونه په معیاري ډول وساتل شي.
د اختیارالدین کلا او هرات موزیم د مسؤولینو په وينا؛ هره میاشت شاوخوا ۳۰۰۰ کورني سیلانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دغو تاریخي ځایونو لیدنه کوي، چې دا چاره د هرات د تاریخي او کلتوري آثارو پر وړاندې د خلکو د لېوالتیا د زیاتوالي څرګندونه کوي.
دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې هرات د هېواد له مهمو تاریخي او کلتوري مرکزونو څخه ګڼل کېږي او لا هم د لرغونو میراثونو د ساتنې او د ګرځندوی د پراختیا پروګرامونو په محور کې قرار لري.

۱۴۰۵/۱/۲۹ ھـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

BACK TO NEWS