د اطلاعاتو او کلتور وزیر اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست څخه د چارو ارزونې په موخه ليدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب د یو پلاوي په ملتیا اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست څخه د چارو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست مسؤلینو ښاغلي وزير صاحب ته د دې رياست د فعاليتونو، مسؤليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او شته ستونزې يې شريکې کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی شیخ شیر احمد حقاني اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست له اړوندو کاري شعبو څخه لیدنه وکړه او د دوی ترسره کړې هڅې یې وستایلې.
ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست د هېواد په کچه یو له مهمو رياستونو څخه دی، چې د وزارت له اساسي وظایفو څخه مهمې دندې پر مخ وړي.
همدارنګه د وزیر صاحب له لوري اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وشوې او د دې ریاست ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ يې ورکړ.
۱۴۴۷/۸/۷ هـ ق
