د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هرات د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولونې لړۍ پیل شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۰:۱۱
.....

نن چهارشنبه( ١٤٠٢/٧/١٩ هـ ش) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معنيت له لوري د هېواد پلازمېنې کابل په بېلابېلو سيمو کې د هرات ولايت د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د مرستو راټولونې درې ورځنى بهير پيل شو.
په دې اړه د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد وايي: د کابل ښار په بېلابېلو مهمو او ګڼ مېشتو سيمو کې يې ځکه د مرستې راټولونې درې ورځنى بهير پيل کړ، تر څو وکولای شي په پراخه کچه د هرات زلزله ځپلو کورنيو لپاره مرستې راټولې کړي. 
نوموړي له کورنيو او بهرنيو پانګوالو غوښتنه کړې، چې په دې اساسو شېبو کې د هرات ولايت زلزله ځپلو کورنيو سره خپلې مرستې ترسره کړي.
د دې ترڅنګ هغه کسان چې د مرستو په راټولو بوخت دي غوښتنه کوي، چې ولسونه دې په دغه برخه کې مرستې وکړي او مرستې به يې په پوره روڼتيا او صداقت سره د هرات زلزله ځپلو کورنيو ته رسیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS