د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې په ترکيه کې د یمن  جمهوریت له سفیر سره وکتل

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۴۷
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکيې په مرکز انقره ښار کې د یمن جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد صالح طُریق سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او یمن ترمنځ د کلتوري ګډو ځانګړتیاوو تر څنګ، د دوه اړخیزو کلتوري همکاریو د پراخولو او پیاوړتیا د لارو چارو په اړه نظریات تبادله کړل.
د یمن سفیر د افغانستان اسلامي امارت له پرمختګونو او لاسته ‌راوړنو خوښي وښوده، دا یې یو مثبت او اغېزناک ګام وباله او ويې ويل:هیله لري، چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو ودان، سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وګرځي.
نوموړي همداراز د فلسطین پر دردوونکي حالت، په ځانګړي ډول د غزې د مظلومو خلکو پر وضعیت خبرې وکړې، د اسلامي امت پر یووالي او همغږۍ یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د زرګونو بې ‌ګناه ماشومانو د شهادت له امله یې ژور غم او درد احساس کړی دی.
په پای کې ښاغلي طُریق د افغانستان د اسلامي امارت له سفارت سره د کلتوري او تاریخي ګډو ارزښتونو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ  ورکړ.

۱۴۴۷/۱/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS