د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې په ترکيه کې د یمن جمهوریت له سفیر سره وکتل
د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکيې په مرکز انقره ښار کې د یمن جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد صالح طُریق سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او یمن ترمنځ د کلتوري ګډو ځانګړتیاوو تر څنګ، د دوه اړخیزو کلتوري همکاریو د پراخولو او پیاوړتیا د لارو چارو په اړه نظریات تبادله کړل.
د یمن سفیر د افغانستان اسلامي امارت له پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده، دا یې یو مثبت او اغېزناک ګام وباله او ويې ويل:هیله لري، چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو ودان، سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وګرځي.
نوموړي همداراز د فلسطین پر دردوونکي حالت، په ځانګړي ډول د غزې د مظلومو خلکو پر وضعیت خبرې وکړې، د اسلامي امت پر یووالي او همغږۍ یې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د زرګونو بې ګناه ماشومانو د شهادت له امله یې ژور غم او درد احساس کړی دی.
په پای کې ښاغلي طُریق د افغانستان د اسلامي امارت له سفارت سره د کلتوري او تاریخي ګډو ارزښتونو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۷/۱/۲۶ هـ ق
