د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې د انقرې د انتوګرافۍ موزيم له مسؤل سره وکتل
د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاري حميدالله تمکين د يوه پلاوي په ملتیا د انقرې د انتوګرافۍ موزيم له مسؤل ويسي ګون سره د ګډو کلتوري ارزښتونو او اړيکو د پراختیا په موخه وکتل.
د ليدنې په ترڅ کې د فرهنګي اړيکو د پراختیا په اړه د نظرياتو شريکولو تر څنګ، فرهنګي آتشې له ښاغلي گون څخه وغوښتل، چې د تاریخي آثارو د ترمیم او ساتنې په برخه کې د افغانستان ملي موزیم سره همکاري وکړي.
ښاغلي ګون وویل: د سفارتي اړيکو پر بنسټ به وکولای شي، چې د دواړو هېوادونو د موزيمونو تر منځ د همکارۍ فضاء رامنځته کړي، د انقرې په انتوګرافۍ موزيم کې موجود اکثره آثار د سلجوقي او عثماني دورو پورې اړه لري، د دې موزیم د آثارو د راټولولو لړۍ په ۱۹۲۴م کال پیل شوې او تر بشپړېدو وروسته په ۱۹۲۸م کال کې پرانېستل شو.
نوموړي له فرهنګي آتشې او ورسره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د انقرې د انتوګرافۍ له موزيم څخه يې ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د موزيمونو تر منځ د همکارۍ لپاره هڅې يې د ستاينې وړ وبللې.
۱۴۴۷/۲/۱۳ هـ ق
