د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست سپین بولدک ولسوالۍ کې د احمدشاهي حوض د بیارغونې پرانیستنه وکړه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۲۲:۵۶
Kandahar SpeenBoldak

نن شنبه(۱۴۴۴۵/۳/۲۲ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د احمدشاهي حوض د بیارغونې په موخه سفر وکړ، چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګانی، د تاریخي آبداتو رئيس انجنیر محمد حسیب نسیمي او یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله.
په پیل کې وزیر صاحب د سپین بولدک ولسوالۍ د رباط د سیمې له علماء کرامو، قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل، وروسته یې د لوی امپراطور احمدشاه بابا د حوض د بیارغونې چارې افتتاح کړې. 
ښاغلي خیرخواه د یادې سیمې خلکو ته په وینا کې وویل: ددې سیمې هر وګړي درد ولید، د تېر شل کلن اشغال په مقابل کې یې پوره ونډه اخیستې وه، د اسلامي امارت سره په څنګ کې ولاړ وه او زیاته یې کړه د ټولو لپاره لویه خوشحالي داده چې الله تعالی لوی نصرت راپه برخه کړ.
خیرخواه صاحب زیاته کړه: موږ او تاسو باید په خپلو کورونو کې دین محکم وساتو، د افغان ملت د بریا مهم راز د الله تعالی سره اړیکه وه.
ورپسې د سیمي علماء کرامو په خپل وار خبرې وکړې، دوی له وزیر صاحب او مل پلاوي څخه مننه وکړه چې دې سیمې ته یې پاملرنه وکړه، هغوی وویل: افغان حکومت او ملت یو وجود ګرځېدلی دی.
وروسته وزیر صاحب د مسؤلینو او د سیمې د خلکو په ملتیا د لوی امپراطور احمدشاه بابا د حوض د بیارغونې افتتاح وکړه. 
وزیر صاحب هلته په وینا کې وویل: موږ د تاریخي سیمو په ساتنه کې پوره هڅه کوو، څو د مېړنیو تاريخ ژوندی پاتي شي او زیاته یې کړه ولس دې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي.
د یادونې وړ ده چې دوې ورځي وړاندې د لوی امپراطور احمدشاه بابا کور، مقبرې او میرویس خان نیکه د مقبرې د بیارغونې پروژو افتتاح وشوه.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS