د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس سره وکتل

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۰:۲۱
Afg

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیر الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست  له رئیس ملا حميدالله نثار سره وکتل.
ښاغلي نثار له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکي کړې او غزني د تاريخي آبداتو د ساتنې او روان وضعيت په اړه يې وضاحت وکړ او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خیرخواه، نوموړي رئیس ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړي، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي او د تاریخي آبداتو ساتنې ته پاملرنه کیږي.
۱۴۴۴/۹/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۱۳ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS