د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارونه وستایل
نن چهار شنبه 1444/10/13 هـ ق د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې دبلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس مولوي ذبیح الله "نوراني" سره ولیدل.
په پیل کې ښاغلي نوراني له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړې او زیاته یې کړه، چې بلخ په فرهنګي ډګر کې ډېر ښه روان دی او نور هم هڅه کوي، چې د بلخ محترمو اوسېدونکو لپاره فکري او فرهنګي غونډې جوړې کړي.
نوموړي له ښاغلي وزیر څخه په اړوند برخو کې د همکار غوښتنه وکړه.
وروسته محترم خیرخواه صاحب دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړې، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ور کړه چې اړوند هر ډول همکاري به درسره کېږي.
