د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارونه وستایل

wares_admin
Wed, May 03 2023 7:11 PM
....

نن چهار شنبه 1444/10/13 هـ ق د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې دبلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس مولوي ذبیح الله  "نوراني" سره ولیدل.
په پیل کې ښاغلي نوراني له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړې او زیاته یې کړه، چې بلخ په فرهنګي ډګر کې ډېر ښه روان دی او نور هم هڅه کوي، چې د بلخ محترمو اوسېدونکو لپاره فکري او فرهنګي غونډې جوړې کړي.
نوموړي له ښاغلي وزیر څخه په اړوند برخو کې د همکار  غوښتنه وکړه.
وروسته محترم خیرخواه صاحب دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړې، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ور کړه چې اړوند هر ډول همکاري به درسره کېږي.

تازه ترین اخبار

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS