د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین هلمند ته سفر وکړ
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين حافظ محمد يونس راشد هلمند ولايت ته د خپل سفر پرمهال د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ځوانانو چارو معينيت له لوري د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ښوونيز مرکز ته ۱۲ پايې کمپيوټرونه وسپارل.
نوموړي د رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی ترڅو ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي ترڅو مو ځوانان د علم په برخه کې بې لاسته راوړونو پاتې نه شي، نوموړي زیاته کړه؛ یاد ښوونیز مرکزونه به له نورو اسانتیاوو څخه هم برخمن کړو ترڅو د هېواد ځوانان له کومې ستونزې پرته خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
هغه وویل: د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو پر یوې داسې طرحې کار پیل کړی، ترڅو د نورو هېوادو له پوهنتونونو څخه باتجربه او د لوړې سویې استادان افغانستان ته راولي او له علم او تجربو څخه يې د افغانستان ځوانان ګټه واخلي.
۱۴۴۵/۶/۴هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۶ هـ ش
