د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين د پکتيا ولايت مرستيال والي سره ليدنه وکړه
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين عتيق الله عزيزي پکتيا ته د سفر پرمهال د دې ولايت مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين سره د نوموړي په کاري دفتر کې ليدنه وکړه، چې پر مهال یې د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار، د ولايت مقام د دفتر رئيس او د ځينو نورو ادارو مسؤلينو ګډون درلود.
په پيل کې مرستيال والي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دې ولايت کې د هنري کړنو د ښه فعاليت په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په پکتيا کې د هنري کارونو د پرمختګ په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شوي دي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي په خپلو خبرو کې وويل، په پلان کې لري چې د پکتيا له فرهنګ پالو، اديبانو، نعت خوانانو او شاعرانو سره ناستې تر سره کړي، او هغوی غوښتنې واوري تر څو په دې ولايت کې هنر، ادب او فرهنګ لا وغوړيږي. نوموړي زياته کړه ا.ا د تاريخي ځايونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د پکتيا ولايت د تاريخي بالاحصار د ساتنې او بيا رغونې په برخه کې به هم د پام وړ هڅی وشي. ښاغلي عزيزي همدا راز څرګنده کړه چې په پکتيا کې به د سياحتي سيمو پراختيا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کېږي او په يادو سيمو کې به د اړتيا وړ اسانتياوې رامنځته شي.
۱۴۴۴/۸/۲۰ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۲ هـ ش
