د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې رئیس پکتیا ولایت ته سفر وکړ

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۹:۲۴
یطس

د اطلاعاتو او کلتور وزارت  د هنر او کلتور معينيت اړوند د لرغون پوهنې رياست رئیس انجنیر ذبیح الله سادات پکتیا ولایت ته د لرغونو سيمو څخه د ليدنې په موخه سفر وکړ.
د لرغون پوهنې رئیس په دغه سفر کې د پکتیا والي الحاج مهرالله حماد او د اطلاعاتو او کلتور له رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار سره د لیدنې تر څنګ د دغه ولایت ګردېز بالاحصار او ځینې نورو لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي سادات د پکتیا والي سره د لرغونو سیمو د ارزښت او ساتنې  په اړه د خبرو تر څنګ وویل: لرغونې سیمې د هیواد لرغونتوب په ډاګه کوي او د دغو سیمو ساتنه ملي وجیبه ده، تر څو راتلونکو نسلونو ته پاتې شي، نوموړي د پکتیا له والي څخه هیله وکړه، چې مسؤلین او اړوند ارګانونه د دغو سیمو کلکه ساتنه او څارنه  وکړي.
ښاغلي سادات د ګردېز بالاحصار په شمول له یو شمېر نورو تاریخي سیمو څخه هم لیدنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د دې ولایت تاریخي او لرغونې سیمې به د خپلو تخنیکي او مسلکي کار کوونکو په ذریعه له څېړنې وروسته تثبیت او مشخصې کړي.
همداراز د لرغون پوهنې رئیس د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه  هم لیدنه وکړه او په اړونده برخو کې یې د ریاست کارکوونکو ته لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار د لرغون پوهنې رئیس سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې ګردېز بالاحصار او ځینې نورې لرغونې سیمې بیا رغونې ته اړتیا لري، تر څو په اساسي ډول ورغول شي.
ښاغلي اسلاميار زياته کړه؛ پکتيا د لرغونو سيمو درلودونکی ولايت دی، ډيری سيمې يې له تثبیت پاتي چې د وزارت مقام ځانګړې توجه ته اړتيا لري.

 ۱۴۴۶/۹/۱۲ ق 
 ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS