د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې رئیس پکتیا ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د لرغون پوهنې رياست رئیس انجنیر ذبیح الله سادات پکتیا ولایت ته د لرغونو سيمو څخه د ليدنې په موخه سفر وکړ.
د لرغون پوهنې رئیس په دغه سفر کې د پکتیا والي الحاج مهرالله حماد او د اطلاعاتو او کلتور له رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار سره د لیدنې تر څنګ د دغه ولایت ګردېز بالاحصار او ځینې نورو لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي سادات د پکتیا والي سره د لرغونو سیمو د ارزښت او ساتنې په اړه د خبرو تر څنګ وویل: لرغونې سیمې د هیواد لرغونتوب په ډاګه کوي او د دغو سیمو ساتنه ملي وجیبه ده، تر څو راتلونکو نسلونو ته پاتې شي، نوموړي د پکتیا له والي څخه هیله وکړه، چې مسؤلین او اړوند ارګانونه د دغو سیمو کلکه ساتنه او څارنه وکړي.
ښاغلي سادات د ګردېز بالاحصار په شمول له یو شمېر نورو تاریخي سیمو څخه هم لیدنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د دې ولایت تاریخي او لرغونې سیمې به د خپلو تخنیکي او مسلکي کار کوونکو په ذریعه له څېړنې وروسته تثبیت او مشخصې کړي.
همداراز د لرغون پوهنې رئیس د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه هم لیدنه وکړه او په اړونده برخو کې یې د ریاست کارکوونکو ته لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار د لرغون پوهنې رئیس سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې ګردېز بالاحصار او ځینې نورې لرغونې سیمې بیا رغونې ته اړتیا لري، تر څو په اساسي ډول ورغول شي.
ښاغلي اسلاميار زياته کړه؛ پکتيا د لرغونو سيمو درلودونکی ولايت دی، ډيری سيمې يې له تثبیت پاتي چې د وزارت مقام ځانګړې توجه ته اړتيا لري.
۱۴۴۶/۹/۱۲ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۲ ل
