د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست څخه ليدنه وکړه.
شنبه( ۲۵ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د ملي تلويزيون عمومي رئیس قاري محمد يوسف احمدي او د وزارت مقام ستر سلاکار قاري سعید خوستي خوست ولايت ته د سفر پر مهال د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه ليدنه وکړه.
د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس مـولوي شبير احمد عثماني د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ترڅنګ يې د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د لاسته راوړنو، کړنو، ستونزو او ننګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي عثماني وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو سره ښې اړیکې لري، د خوست رسنۍ د ا.ا.ا د پاليسۍ په چوکاټ کې کار کوي. نوموړي زياته کړه؛ د ليکوالانو او شاعرانو لپاره مو بيلابيل پروګرامونه برابر کړي او د ځوانانو لپاره مو وړيا ښوونیز مرکز پرانيستی دی، چې سلګونه زده کوونکي د انګليسي ژبې او کمپيوټر په برخه کې زده کړې پکې کوي، د دې ترڅنګ هر ورځ سلګونه ځوانان عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راځي او هم د خوست ملی موزيم او ملی نګارستان څخه ليدنه کوي، همدا راز په نږدې راتلونکي کې د (ژورې) تاريخي او جهادي سيمې ته د زر کسيز درې ورځني سفر پلان لرو، چې د ټول هېواد د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو ترڅنګ به له ټول هېواد څخه ميلمانه او مخکيني مجاهدين پکې حضور ولري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي او د وزارت مقام ستر سلاکار قاري سعید خوستي د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې وستايلې او زياته يې کړه؛ چې په ټولو برخو کې به د ياد رياست سره اوږه په اوږه کار کوو او غوښتنې او وړانديزونه به مو د وزارت مقام له رهبرۍ سره شريک کړو.
۱۴۰۳/۷/۷ ھـ ل
۲۰۲۴/۹/۲۸ ميلادي
