د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د پنجشير د اطلاعاتو او کلتور ریاست لاسته راوړنې وستایلې

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۳:۱۶
.....


د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه صاحب په خپل کاري دفتر کې د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولانا نصرالله ملک زاده سره وکتل.
په پیل کې مولانا نصرالله ملک زاده د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه ښاغلي خیرخواه صاحب ته معلومات وړاندې کړل او همداراز یې د یاد ریاست اړوند ځینې  ستونزې هم مطرح کړې او له ښاغلي خیر خواه صاحب څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه ښاغلي ملک زاده په دغه ولایت کې د افغانستان د اسلامي امارت د پاليسۍ له مخې د کلتوري پروګرامونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.
ورپسې ښاغلي ملا خيرالله خيرخواه هم د دوی کلتوري کړنې وستایلې او په یادو برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۵/۴/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS