د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز څخه ۱۱۰ تنه زده کوونکي فارغ شول
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ښوونيز مرکز له پسرلني پروګرام څخه ۱۱۰ تنه زده کوونکي د کمپيوټر او انګليسي ژبې په برخو کې تر زده کړو کولو وروسته فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم فارغ شوو زده کوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل: شته وخت او امکانات د ځان لپاره لوی فرصت او غنیمت وګڼئ او په بشپړه توګه ترې ګټه پورته کړئ، زموږ دین موږ ته د علم ترلاسه کولو امر کړی دی او باید له لاسته راغلي فرصت او امکاناتو څخه د خپلو وړتیاوو په لوړولو کې پوره ګټه واخلو.
ښاغلي صمیم له زده کوونکو غوښتنه وکړه؛ چې د کتاب او استادانو درناوی وکړي او د علم د ترلاسه کولو برخه کې هیڅ کله د ستړیا احساس ونه کړي او خپل کوښښونه دې همداسې جاري وساتي.
د ځوانانو چارو آمریت د همغږۍ مدیر استاد محمد کریم عباسي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یاد ښوونیز مرکز له لارې ځوانانو او زده کوونکو ته د ظرفیتونو د لوړولو په موخه منظم چپریال برابر کړی او باید زده کوونکي ترې ښه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز پسرلني پروګرام کې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته د انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې وه.
۱۴۴۶/۵/۱۷ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۹ هـ ل
