د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته وکړه
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د ټولنیزو د رسنیو له فعالانو سره د دوو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او اطلاع رسونې بهیر د لا ښه والي په موخه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د ټولنیزو رسنیو د فعالانو له مسؤلانه فعالیتونو څخه د مننې کولو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو فعالان د اطلاع رسونې پیاوړې ستنې وبللې او د امارتي ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د رسنیز کولو په برخه کې یې په همغږۍ او یووالي ټینګار وکړ.
ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو هم له دې نوښت څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د خپلو مسلکي مسؤلیتونو په چوکاټ کې به له ملي پروګرامونو او پراختیایي پروژو ملاتړ کوي او د مسؤلانه چلند له لارې به د ټولنې د مثبتو واقعیتونو په رسنیز کولو کې خپل رول ادا کوي.
د یادونې وړ ده، چې یاده ناسته د امارتي ادارو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو ترمنځ د اغېزمن ارتباطي پُل په موخه جوړه شوې وه، ترڅو د معلوماتو رسولو په بهیر کې د دوامدارو او ګټورو همکاریو رامنځته کېدو ته زمینه برابره شي.
۱۴۴۷/۱۱/۳ هـ ق
