د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عمومي کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه
تېره ورځ د روزګان ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي خلیل الرحمن عمري د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د عامه کتابتون سره د زیات شمېر (عمر ثالث) کتابونو مرسته وکړه.
په دې اړه مولوي خلیل الرحمن عمري وویل: مطالعه د انسان په ژوند کې مثبت تغیرات راولي، په همدې موخه دغه کتابونه د دغه عامه کتابتون سره مرسته کوم، څو خلک ورڅخه ګټه پورته کړي.
بل لور د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د نوموړي له مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د خلکو دغه ډول مرستې به کتابتون غني کړي.
نوموړي زیاته کړه، د ښاغلي عمري دغه مرسته شوي کتابونه به د خلکو پاملرنه کتابتونونو ته واړوي او راتلونکي کې یې له نورو خلکو څخه هم د یاد کتابتون په غني کېدو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
۱۴۴۵/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۶ هـ ش
