د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له ښوونیز مرکز څخه لسګونه زده کوونکي فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۰:۲۶
bnm

د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو امریت له ښوونیز مرکز څخه په دوهمه دوره کې د کمپیوټر او عربي ژبې څخه ۶۰ تنه د شپږ میاشتنيو او درې مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول، دغه مرکز کې چې ځوانانو ته د عربي، انګلیسي، کمپیوټر او تجوید زده کړې په وړیا توګه برابرې دي، داځل یې لسګونه ځوان زده کړیالان له عملي زده کړو فارغ او تولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد وويل: د اسلامي امارت د راتګ سره سم د ځوانانو چارو آمریت تر چتر لاندې د زابلي ځوانانو لپاره د وړیا زده کړو زمینه مساعده شوې ده،  دا دوهم ځل دی، چې لسګونه زده کوونکي له کمپیوټر او عربې ژبې زده کړو څخه فارغ شول او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي شول، د نوموړي په خبره، په راتلوونکي کې هم هڅې کوي، ترڅو په یاده برخه کې لا نوښتونه وکړي او ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د دې ښوونیز مرکز څخه فارغ شوي زده کوونکي او د دوی والدين د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ځوانانو چارو امریت څخه مننه کوي، چې دوی ته یې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې وه، د دوی په وینا دلته ورته د مسلکي استادانو له لوري زده کړې ورکول کیدې او ډېر څه یې زده کړي دي.
د غونډي په وروستیو کې د یاد ښوونیز مرکز استادانو ته ستاينليکونه ورکړل شول او تر څنګ یې فارغ شویو زده کوونکو ته د فراغت سندونه او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
د یادوني وړ ده، چي دا مهال هم په ياد ښوونیز مرکز کې په سلګونو ځوانان په بېلابېلو وختونو کې د عربي، انګلېسي، کمپېوټر او تجوید په برخو کې په وړیا ډول په زده کړو بوخت دي.

۱۴۴۶/۶/۱۰ ھـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۲ ھـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS