د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خصوصي راډیو ګانو له مسوولینو سره ناسته وکړه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۵:۰
dfghj

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت د خصوصي راډیو ګانو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې مسول، د رسنیو استازو او ژورنالیستانو په حضور  کې د رسنیو رول خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې ناسته وشوه.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې رسنۍ، په ځانګړې توګه راډیوګانې، په عامه پوهاوي او د ټولنې په ودې کې مهم رول لري؛ همدارنګه باید راډیوګانې خلکو د خدمت لپاره هڅه وکړي او د هغوی ستونزې، غوښتنې او نظریات له محلي حکومت سره شریکې کړي. ښاغلي حقمنا له رسنیو څخه وغوښتل چې د محلي ادارو فعالیتونه، لاس ته راوړنې او پروګرامونه د خپلو خپرونو له لارې خلکو ته ورسوي.
په دې ناسته کې د رسنیو او امارتي ادارو تر منځ د لا زیاتو همغږیو، د ژورنالیستیکو اصولو د رعایت او د ژورنالیستانو د خوندیتوب په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

۱۴۴۶/۸/۱۰ هـ  ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۱ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS