د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خصوصي راډیو ګانو له مسوولینو سره ناسته وکړه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت د خصوصي راډیو ګانو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې مسول، د رسنیو استازو او ژورنالیستانو په حضور کې د رسنیو رول خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې ناسته وشوه.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې رسنۍ، په ځانګړې توګه راډیوګانې، په عامه پوهاوي او د ټولنې په ودې کې مهم رول لري؛ همدارنګه باید راډیوګانې خلکو د خدمت لپاره هڅه وکړي او د هغوی ستونزې، غوښتنې او نظریات له محلي حکومت سره شریکې کړي. ښاغلي حقمنا له رسنیو څخه وغوښتل چې د محلي ادارو فعالیتونه، لاس ته راوړنې او پروګرامونه د خپلو خپرونو له لارې خلکو ته ورسوي.
په دې ناسته کې د رسنیو او امارتي ادارو تر منځ د لا زیاتو همغږیو، د ژورنالیستیکو اصولو د رعایت او د ژورنالیستانو د خوندیتوب په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
۱۴۴۶/۸/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۱ هـ ل
