د اطلاعاتو او کلتور رئیس حضرت سلطان ولسوالۍ ته سفر وکړ

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۷:۷
Yud55dud

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس مولوي فیروزالدین منیب د حضرت سلطان ولسوالۍ کوکجر سیمې ته د هزار سم کوکجر تاریخي ځمکو د بیرته اخیستو لپاره د اړینو اقداماتو د څارنې په موخه سفر وکړ.

دغه ځمکې چې ۳۳۵ هکتاره مساحت لري، پخوا د هیواد د لرغونو آبدو او کلتوري میراثونو برخه ګڼل کېدې، خو د کلونو په تېرېدو له بده مرغه د دغو ځمکو ځینې برخې د سیمې د خلکو لخوا غصب شوې وې او دوی خپلو منځونو کې وېشلې وې.

د دې سفر په ترڅ کې د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور رئیس هغه کسان چې په غیر قانوني توګه یې په دې تاریخي سیمه کې د کورونو جوړول پیل کړي وو، له ودانۍ منع کړل.

دا په داسې حال کې ده چې هزار سم کوکجر د سمنګان ولایت یوه ډېره مهمه لرغونې او کلتوري سیمه ده چې تاریخ یې زرګونو کلونو ته رسېږي، دا سیمه د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو قومونو د استوګنې او کلتوري او سوداګریزو فعالیتونو ځای و، په دې سیمه کې د بېلابېلو دورو ګڼ شمېر تاریخي آثار هم موندل شوي دي.

له همدې امله د دې ځمکو ساتنه نه یوازې د لرغونو آبدو ساتنه، بلکې د سیمې د خلکو د کلتوري او تاریخي هویت ساتنه هم ګڼل کېږي.

 

۱۴۴۶/۷/۱۳ ق

۱۴۰۳/۱۰/۲۴ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS